د اسلامي همکاریو سازمان او جاپان په افغانستان کې پر مرستو او پروژو خبرې کړي

ارشیف: یو شمېر اړمنو مېرمنو مرستې ترلاسه کړي

د اسلامي همکاریو د سازمان استازیو له جاپاني چارواکو سره په افغانستان کې د بشري مرستو او اقتصادي پراختیا پر پروژو خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د دې سازمان د بشري مرستو د وجهي صندوق مسوول جمال الساعاتي د جاپان د حکومت له چارواکو او د دغه هېواد د هغو موسسو له مشرانو سره چې په افغانستان کې فعالیت کوي له دوشنبې تر جمعې پورې په جاپان کې غونډې لرلې.

په هغه بیان کې چې د اسلامي همکاریو سازمان پرون خپور کړ په‌کې راغلې چې دواړو لوریو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د ګډو پراختیایي پروژو د چارو د عملي کېدو لپاره یوه لاره پيدا شي.

د بیان له مخې د دې غونډو په ترڅ کې پر دې هم خبرې وشوې چې څرنګه ممکنه ده چې د اسلامي همکاریو د سازمان، جاپان او ملګرو ملتونو ترمنځ له افغانستان سره مشترکې همکارۍ ته زمینه برابره شي.