په اماراتو کې د افغانستان د معاشونو د سيستم پر پياوړتيا خبرې شوي

د نړیوال بانک نښان

په متحده عربي اماراتو کې د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د معاشونو د سیستم د پیاوړتیا مسئله وڅېړل شوه.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون په دوبۍ کې پای ته ورسېده تر سلو د ډېرو نړیوالو بانکونو استازیو، د ډیجیټل سیستمونو متخصصانو او د مدني ټولنې کارپوهانو برخه اخیستې وه.

دې غونډې ته د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلینډا ګوډ وویل، داسې یو سیستم باید رامنځته شي چې ډاډ ترلاسه شي چې افغانانو ته مرسته رسېږي او په افغانستان کې له خصوصي سکتور سره کومک کېږي.

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو ویاند حسیب‌الله نوري وړاندیز وکړ چې دوی غواړي له ټولو نړیوالو موسساتو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې روابط ولري.

د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ راوروسته د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونه لګېدلي دي.