ټېسټ کرکټ؛ بنګله‌دېش افغانستان ته د ۶۶۲ منډو هدف ټاکلی

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالۍ. افغان لوبډله دا مهال توپ وهنه کوي.

د بنګله‌دېش ملي لوبډلې د یوازینۍ ټېسټ لوبې په دویمې پاڼۍ کې یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۴۲۵ منډې یې وکړې چې نوره یې خپله پاڼۍ ونه غځوله.

بنګالي توپوهونکي نجم الحسین شانتو په دویمې پاڼې کې هم سلیزه ووهله او ۱۲۴ منډې یې وکړې.

افغان لوبډله له لومړۍ پاڼۍ هم قرضداره پاتې وه چې په دې سره په ټولیزه توګه افغان لوبډلې ته د ۶۶۲ منډو هدف وټاکل شو.

د دې لوبې درېیمه ورځ هم بشپړه شوه او افغان لوبډلې خپله دویمه پاڼۍ پیل کړې ده.

د دویمې پاڼۍ په لومړي توپ ابراهیم ځدراڼ وسوځېد او ورپسې عبدالمالک هم خپله وېکټ له لاسه ورکړه.

دغه راز لوبډلمشر حشمت الله شهيدي بیا د تسکین په یو چټک توپ په سر ولګېد او بیا یې خپلې توپوهنې ته دوام ورنه‌کړ.

تر دې دمه افغان لوبډلې د ۲ وېکټو په سوځېدو ۴۵ منډې کړې دي.

افغانستان ته په دوه نورو ورځو کې د ۶۱۷ منډو اړتیا ده چې دا سیالي وګټي.

د ویلو ده چې بنګالۍ لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۸۲ او په دویمې پاڼۍ کې ۴۲۵ منډې کړې دي، خو افغان لوبډلې بیا په لومړۍ پاڼې کې یوازې ۱۴۵ منډې کړې وې.