د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر: د افغانستان فضا اوس هم د امریکا له خوا اشغال شوې

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر وايي، د افغانستان فضا اوس هم د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا اشغال شوې ده.

مولوي محمد یعقوب مجاهد په هغه مرکه چې تېره شپه له طلوع نیوز تلوېزیوني شبکې خپره شوه، ویلي، د افغانستان هوايي حریم اوس هم نقض دی، خو هغه دې پوښتنې ته چې دغه الوتکې له کومه الوتنه کوي، ځواب ونه وایه.

یعقوب تر دې مخکې هم ویلي وو، چې د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی دی.

هغه تېر کال ویلي وو، د افغانستان فضا ته د امریکا بې پېلوټه الوتکې له پاکستانه داخلېږي.

د دې موضوع په باب امریکايي او پاکستاني چارواکو رسماً تبصره نه ده کړې.