يونېسف: شاوخوا ۱۶ ميليونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتيا لري

په کابل کې کارګر ماشومان. 01 June 2023

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندویه صندوق یا یونېسف رییس فران اکیزا وايي، شاوخوا ۱۶ ميلیونه ماشومان په افغانستان کې ساتنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي اکیزا په هغه ویډیو کې چې پرون یونېسف پر ټویټر خپره کړې ویلي چې په افغانستان کې ډېری ماشومان له خپل عمر پورته ډېرو مسوولیتونو ته اوږه ورکوي.

نوموړي چې په دایکندي ولایت کې د یو شمېر ماشومانو په منځ کې څرګندونې کولې زیاته کړه، چې په دې هېواد کې هره ورځ د ماشومانو حقونه له لاسه ووځي.

تر دې مخکې یونېسف د دوشنبې په ورځ ویلي وو، په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې کار کوي.

د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې ډېری ماشومان له ناخوندي کډوالۍ، د کورنیو له جلاوالي، نیونې، د ناچاوده وسایلو او مهماتو له ټپونو او د زده‌کړې له محرومېدو رنځ وړي.