د افغانستان لوېديځ کې تر يو ميليون ډېرو کسانو سره مرسته شوې

ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ارزګان کې له اړمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یعنې له جنوري تر اپرېل پورې یې د افغانستان په لوېدیځ کې یو ميلیون ۴۹۰ زره کسانو ته مرستې رسولې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري مرستو رسولو لپاره ۹۱۸ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وینا، په افغانستان کې روان کال د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري ۲۸.۸ ميلیون وګړو ته رسېدلی دی.