ټېسټ کرکټ؛ افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۶ منډې وکړې

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلې

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې دویمه ورځ هم بشپړه شوه او کوربه لوبډلې د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پیل کړې ده.

بنګالۍ لوبډلې د دویمې ورځې په پیل کې یوازې د ۱۷ منډو په جوړولو خپل پاتې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او په دې سره یې په ټولیزه توګه په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۸۲ منډې وکړې.

نجات مسعود د افغان توپ اچونکو له ډلې ۵ وېکټې واخیستې، یمین بیا د دوه وېکټو په اخستلو بریالی شو.

افغانستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۴۶ منډې وکړې، مخکښ توپوهونکي يې افسرځاځی او ناصرجمال و چې دواړو په ترتیب سره ۳۶ او ۳۵ منډې کړې وې.

بنګله‌دېش د دویمې ورځې تر پايې د خپلې توپوهنې په دویمې پاڼۍ کې یوازې یوه وېکټ له لاسه ورکړې ده او ۱۳۴ منډې یې کړې دي چې دوه لوبغاړو یې نیمه سلیزې وهلې دي.