د افغانستان او بنګله‌دېش د ټېسټ لوبې دویمه ورځ پیل شوه

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو د روانو سیالیو یو انځور

د افغانستان او بنګله‌دېش د ټېسټ لوبې دویمه ورځ د بنګله‌دېش په بېټېنګ یا توپ وهنې په داسې حال کې پیل شوه چې دغه ټیم پرون د پنځو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۳۶۲ منډې کړې وې.

د بنګله‌دېش لپاره پرون نجم الحسین شانټو ۱۴۶ منډې وکړې او دا ټیم یې په دې مسابقه کې برلاسه ځای ته ورساوه.

په دې سیالۍ کې د افغانستان اکثره پېژندل شوي لوبغاړي برخه نه‌لري.