راپور: په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچې بشري ناورین ډېر کړی

په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، بې‌کارۍ په افغانستان کې بشري ناورین لاپسې ډېر کړی او تر ټولو زیانمن يې معلولین دي.

دې کمېټې په هغه راپور کې چې پرون يې پر خپلې ويبپاڼې خپور کړی ویلي، د افغانستان بشري ناورین اوږد‌مهالې حل لارې ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي، د هغو مهمو پروژو بیا پیلول چې اوس يې کارونه په ټپه ولاړ دي او د دولتونو او نورو پرمختیايي ادارو له لوري پانګه اچونه به د دې هېواد سره د بشري ناورین په حلولو کې مرسته وکړي.

سره صلیب ویلي، د هرې هغې پرېکړې هرکلی به وکړي چې په مرسته يې افغانې کورنۍ وکولی شي له ناوړه اقتصادي ناورین سره مبارزه وکړي.

آی‌ سي‌ آر‌ سي په دې راپور کې پر نړیوالو ټولنې او پرمختیايي ادارو غږ کړی چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي څو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.

د راپورنو پر بنسټ، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان کافي خوړه نه‌لري او اټکل کېږي چې ۳۴ میلیونه په فقر کې ژوند کوي.

د هغې راپور له مخې چې د تېر په اګست میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام خپور کړی و، راغلي وو چې افغانې کورنۍ د خپل عاید ډېره برخه د خوړو په رانیولو مصرفوي.