د اوکراین پر اوديسې د روسي ځواکونو بريدونو له کبله درې کسان وژل شوي

روسي پوځیانو څلور کالیبر توغندي پر دغه ښار توغولي چې د تور سمندرګي په بندر کې پر زېرمه شوو موادو، یوه سوداګریز مرکز او یوه ښوونځي لګېدلي دي.

د اوکراین په جنوب کې د دغه هېواد د عملیاتو قومنداني وایي، پر اودیسې ښار د روسیې په تازه راکټي برید کې چې پرون ناوخته وشو، لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، روسي پوځیانو څلور کالیبر توغندي پر دغه ښار توغولي چې د تور سمندرګي په بندر کې پر زېرمه شوو موادو، یوه سوداګریز مرکز او یوه ښوونځي لګېدلي دي.

د اوکراین پوځ وایي، ویره شته چې د هستوګنې په یوه سیمه او د ښار په منځ کې د یوه پلورنځي د نړېدلو ودانیو لاندې ګڼ کسان ګیر پاتې شوي وي.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د تېر ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پيل شوی چې تر اوسه هم دوام لري.

اوکرایني وګړو ته دغه مرګژوبله داسې مهال اوښتې چې له څو ورځو راهیسې اوکراین هم د روسي پوځیانو پر سنګرونو یرغلیز عملیات پيل کړي دي.