د طالبانو حکومت ۳۵۰۰ کونډې، یتيمان او معلولین له خپل نوملړه ویستلي

ارشیف: په ارزګان کې یو شمېر کونډې مېرمنې

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، له څېړنو وروسته یې له ۳زره او ۵۰۰ کونډې، یتیمان او معلولین له خپل نوملړه ویستلي دي.

د دې وزارت معین عبدالحکیم حقاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ادعا وکړه چې دا شمېر کسان مستحق نه‌وو او د جعل له لارې یې نومونه سیستم ته دننه شوي وو.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د شهیدانو او معلولینو وزارت سره نږدې ۱۵۰ زره کونډې، یتیمان او معلولین ثبت دي چې له دوی یې ۴۸زره بایومیټریک او سیستم ته داخل شوي دي.

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت معین عبدالحکیم حقاني دا هم وویل چې له دې وروسته، د کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره برښنايي پېژندپاڼه اړینه ده او له هغې پرته به د نوملیکنې فورم نه ورکول کېږي.

حقاني زیاته کړه، سږ کال د کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره ۱۲ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې تر لوی اختر به یې حقوق ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د متقاعدینو په ګډون، کونډې، یتیمان او معلولین په پرله‌پسې شکایت کوي چې میاشتني او کلني حقوق یې نه ورکول کېږي او تر خوا یې د بایومټریک په پروسه کې هم لومړیتوب د طالبانو اړوند کسانو ته ورکول کېږي.