د وینې ورکولو نړیواله ورځ؛ ډبيلو ایچ او: افغانستان کې د وینې له ټولو بانکونو ملاتړ کوو

ارشیف: په ننګرهار کې یو ځوان د وینې ورکولو پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي، په افغانستان کې د وینې د ټولو ۶۷ بانکونو ملاتړ کوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې دا خبره نن د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې د وینې د دې بانکونو له لارې هره میاشت کې ۳۴ ولایتونو ته دېرش زره او ۵۰۰ د وینې کڅوړې وېشل کېږي.

'ډبيلو ایچ او' ویلي، وینې ته اړتیا یوه نړیواله اړتیا ده او زیاتوي، هره یوه وینه یا د پلازما بسپنه د ژوند ژغورنې یوه قیمتي ډالۍ او د ژوند ژغورلو لپاره کلیدي ده.

دې سازمان د ګیټس فاونډېشن او یونېسف په ګډون له یو شمېر مرستندویانو د مننې ترڅنګ ویلي چې د دوی په ملاتړ سره د روغتیا نړیوال سازمان کولای شي دا مسئله یقیني کړي چې خوندي او کافي وینه په ځانګړي توګه په بېړنیو حالتونو کې د لاسرسي وړ ده.

د وینې ورکولو نړیواله ورځ هر کال د جون په ۱۴مه نېټه په نړۍ کې د دې لپاره نمانځل کېږي چې رضاکاران وینې ورکولو ته وهڅوي او هم له وینې ورکوونکو مننه وکړي.