کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو یو انځور

د افغانستان او بنګله‌دېش د ملي لوبدلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه شروع شوې او اوسمهال جريان لري.

افغانستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

د بنګله دیش لوبډلې په ۵۰م اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې کړې دي.

افغانستان تر دې مخکې په ۲۰۱۹م کال کې له بنګله‌‌دېش ټېسټ لوبه ګټلې وه.

افغانستان او بنګله‌دېش به په خپلو کې درې یو ورځنۍ یا پنځوس اووره او دوې شل اووره مسابقې هم وکړي، چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه به د جولای پر پنځمه وشي.