زیلینسکي د روسيې د ملاتړو هېوادونو پر ضد د اقدماتو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، بهرني هېوادونه د کییف د شریکانو په ګډون باید د هغو شرکتونو پر ضد لاس په کار شي چې له روسیې سره د توغندیو په برخه کې مرسته کوي او پر روسیې د بندیزونو مخالفت کوي.

ولودمیر زیلینسکي دا غوښتنه پرون وروسته تر دې وکړه چې په اوکراین کې د ده پر پلرني ټاټوبي، کري ویو ریه ښارګوټي د توغندیو خونړی برید وشو.

په دې حمله کې یولس تنه ووژل شول او شاوخوا دېرش تنه نور ټپيان شول.

زیلینسکي وویل، له بده مرغه روسیه هغه پُرزې اوس ترلاسه کوي چې د توغندیو لپاره پکارېږي او په بېلابېلو هېوادو کې جوړېږي.

زیلینسکي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي څرګنده کړه چې هغه توغندی چې پر کري ویو ریه ښارګوټي ولګېد پنځوس مایکرو الکترونیک اجزا یې لرل چې په څو هېوادونو کې جوړېږي.