اوسلو فورم؛ د ښځو سیاسي مشارکت شبکې دې غونډې ته د طالبانو په وربللو نیوکه وکړه

د اوسلو یوه څنډه

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې پرون پر ناروې نیوکه وکړه، چې د طالبانو استازي یې د اوسلو غونډې ته وربللي دي.

د دې شبکې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ناروې د بشري حقونو هغه سرغړوونکي غونډې ته وربللي، چې ښځې او نجونې یې له زده کړو او کاره منع کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو مهم غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل دي، ځکه نو باید د سفر اجازه ونه لري.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې په وروستیو کې راپور ورکړی، چې د لوېدیځو هېوادونو جګپوړي چارواکي او د طالبانو استازي روانه میلادي میاشت د ناروې په کوربه توب په اوسلو کې د افغانستان په باب په یوه غونډه کې ګډون کوي. طالبانو د دې غونډې په باب رسماً تبصره نه ده کړې.

خو د «اوسلو فورم» په مخکنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۲م کال د جون پر ۲۳مه شوې وه، د طالبانو استازي نه وو بلل شوي.

بلخوا ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د روانې جون میاشتې پر ۲۱مه، پر افغانستان یوه غونډه راوبولي.