'آی او ایم' په هلمند کې د دوولسو روغتیايي مرکزونو په جوړولو بوخت دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري په هلمند کې د یوه جوړ شوي روغتیايي مرکز انځور

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وايي، په هلمند ولایت کې په کورونو کې دننه د دوولسو روغتیايي مرکزونو په جوړولو بوخت دی.

دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دغه روغتیايي مرکزونه به په لیرې پرتو سیمو کې ښځو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مرسته دغه روغتیايي مرکزونه به د نسايي ولادي په برخه کې دغه راز نویو زېږو کوچنیانو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو، د دې تر څنګ ښځو ته تر زېږون مخکې او وروسته روغتیايي خدمات برابروي.

د طالبانو روغتیا وزارت په وروستیو کې ویلي، په هرو لسو زرو نو-زېږو ماشومانو کې ۲۲ یې د بېلابېلو ستونزو له کبله مري.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې ۱۷ میلیونه او شپږلکه کسان روغتیايي خدمتونو ته سخته اړتیا لري.