افغان کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره نننۍ ټېسټ لوبه خورا مهمه بولي

د بنګله دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې سکواډ

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره د کرکټ نننۍ پنځه ورځنۍ یا ټیسټ لوبه خورا مهمه بولي.

د کرکټ بورډ نوي ویاند سید نسیم سادات نن چهارشنبه د دې لوبې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "نننۍ لوبه چې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ کېږي، ډېره مهمه ده. افغانستان تر دا مهاله د ټېسټ ۶ سیالۍ کړي چې ۳ یې ګټلي دي. تمه کېږي چې نننۍ سیالي هم وګټو."

افغانستان تر دې مخکې په ۲۰۱۹م کال کې له بنګله‌دېش ټیسټ لوبه ګټلې وه.

افغانستان او بنګله‌دېش به په خپلو کې درې یو ورځنۍ یا پنځوس اووره او دوې شل اووره مسابقې هم وکړي، چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه به د جولای پر پنځمه وشي.