افغانستان کې د کانګو تبې د ناروغانو د زیاتوالي خبرداری

Your browser doesn’t support HTML5

د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکتران د کانګو تبې د ناروغانو د زیاتېدو خبرداری ورکوي. د کانګو تبه یو له وژونکو ناروغیو څخه ده چې د ژویو له وینې سره د مستقیم تماس له لارې انسانانو ته انتقالېږي. تراوسه په افغانستان کې لسګونه کسان په دغه ناروغي اخته شوي او ښايي چې د ناروغانو شمېر نور هم زیات شي.