کرکټ؛ سبا د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ سيالي پیلېږي

د بنګله‌دېش پر وړاندې د افغان لوبډلې سکواډ

د کوربه بنګله‌دېش پر وړاندې به د افغانستان کرکټ لوبډلې یوازېنۍ ټېسټ سیالي سبا چهارشنبه د جون ۱۴مه پيل شي.

دغه سیالي به د بنګله‌دېش د میرپور ښار په شیربنګله کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغان کرکټ بورډ وايي چې ملي لوبډلې یې له تېرو څو ورځو راهیسې په یاد هېواد کې خپل تمرینات پيل کړي دي.

دا ځل به افغان لوبډله له راشدخان پرته دغه ټېسټ سیالي ترسره کوي.

اخوا د بنګله‌دېش کرکټ بورډ ویلي چې په دې ټېسټ سیالۍ کې به د یاد هېواد دوه پياوړي لوبغاړي شکیب الحسن او تمیم اقبال هم نه لوبېږي.

د سه‌شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل چې که څه هم دا ټېسټ لوبه تر دوه کلن ځنډ وروسته کوي، خو ډاډ یې وښود چې لوبغاړو یې په کورنيو سیاليو کې د ټېسټ کرکټ ښه تمرینات ترسره کړي دي.

شهیدي د راشدخان نه‌شتون یو غټه تشه یاده کړه، خو څرګنده یې کړه چې داسې نور لوبغاړي ورسره دي چې دا تشه به ډکوي.

د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به په راتلونکې جولای میاشتې کې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم لوبوي.