په نورستان او کونړ کې سېلابونو زیانونه اړولي

په لوګر کې هم سېلابونو درانه زیانونه اړولي

په نورستان او کونړ ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، نن د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې د سېلاب له کبله د صحي کلینیک د ویجاړېدو خبر ورکړ.

باختر د دې کلینیک ویډیو هم خپره کړې خو د انساني مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

آژانس د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې هم د ږلۍ او سېلابونو له وجې د مالي زیانونو خبر ورکړی دی.

د خبر له مخې د ناړۍ په شېرګَل او ازیرګَل سیمو کې ۵۷ هکتاره ځمکه، د اوبو ۸۵ سربندونه، لسګونه څاروي او باغونه له منځه تللي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، بغلان، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردګو، پروان، کاپیسا او پنجشېر کې نن او پرون د وریاوو او سېلابونو خبرداری ورکړی.