سوريه کې د یوې هیليکوپټرې د لوېدو له کبله ۲۲ امريکايي سرتېري ټپيان شوي

ارشیف: د سوریې په شمال کې د امریکايي ځواکونو هیليکوپټره

د سوریې په شمال ختیځ کې ۲۲ امریکایي سرتېري د یوې هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ ناوخته د پېښې د لامل پرته اعلان وکړ چې دغه هیليکوپټره د یکشنې په ورځ لوېدلې ده.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي، د پېښې لس ټپيان له دغې سیمې بهر پرمختللو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د سنټکام مسوولانو د نورو اطلاعاتو په اړه پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.

په سوریه کې د داعش د پاتې شونو په وړاندې د مبارزې د ماموریت لپاره د امریکا شاوخوا ۹ سوه سرتېري هلته مېشت دي.

امریکایي چارواکو په وروستیو کلونو کې ویلي، په مکرر ډول د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو تر برید لاندې راغلي دي.