د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اوکراين ته روان شوی

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي اوکراین ته روان شوی، څو هلته له یوه زورور سېلاب وروسته د زاپوریژیا اټومي بټۍ وارزوي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د ښاغلي ګروسي د یوه ټویټ په حواله چې پرون دوشنبه یې کړی لیکلي، د زاپوریژیا بټۍ له سېلاب وروسته د اوبو د کموالي له احتمالي خطر سره مخامخ ده.

زاپوریژیا د اروپا په کچه تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

په اوکراین کې پر دنیپر سیند د تر ټولو لوی بند کاخوفکا له ویجاړولو وروسته سېلابونه بهېدلي چې زرګونه کورونه یې لاندې کړي دي.

اوکراین د دغه بند د ماتولو پړه پر روسیې ور اچوي، خو روسیه بیا ادعا کوي چې خپله کیف په دې کار کې لاس لري.