د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لپاره نوی مشر وټاکه

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې په توګه د اسدالله خان د معرفي کېدو د مراسمو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې اسدالله خان یې د غوراوي کمېټې د مشر په توګه ټاکلی دی.

تر دې وړاندې دغه دنده نورالحق ملکزي پر مخ بیوله چې ویل کېږي، د شخصي بوختیاوو له امله یې استعفا کړې او اوس د همدې کمېټې د غړي په توګه دنده کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډله روان کال په دوو سترو ټورنمنټونو اسیا جام او پنځوس اوریز نړیوال جام کې ګډون کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، اسدالله خان له دې وړاندې هم په افغان کرکټ اداره کې د سرپرست اجرايوي رییس، د غوراوي کمېټې د مشر او ملي لوبډلې د ویډیو انالیسټ په توګه دندې ترسره کړې دي.

کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د نورو غړو په تړاو وايي: "د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د جوړښت له مخې به ښاغلی اسدالله خان د یادې کمېټې مشر، نورالحق ملکزی، میر مبارز اصغري او احمد شاه سلیمانخېل د یادې کمېټې د غړو په توګه دندې پرمخ وړي. دغه راز به محمد خان ځدراڼ او د تاج ملوک عالم د کورني کرکټ سیالیو لپاره د لوبډلو ټاکنه کوي."

په دې خبرپاڼه کې د اسدالله خان له قوله لیکل شوي: "د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه مننه کوم چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د مشر په توګه یې په ما باور وکړ. کرکټ بورډ زما لپاره نوې اداره نه ده ځکه ما له دې وړاندې په ګڼ شمېر بستونو دنده ترسره کړې ده. دا خورا لوی مسوولیت دی او هڅه به مې دا وي چې د افغانستان ټولو ملي لوبډلو ته د کرکټ په هره بڼه کې وړ لوبغاړي پیدا او د لوبېدو لپاره ورته موقع برابرې کړم."

د افغانستان کرکټ عمومي مشر میرویس اشرف هم د نوموړي په ټاکل کېدو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې هیله من دی د اسدالله خان راتګ به ملي لوبډله د دې جوګه کړي چې په سترو سیالیو کې نورو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

باید وویل شي چې د کرکټ مینه‌وال او څارونکي اکثره وخت د لوبغاړو د غوراوي کمېټې په مشرتابه له دې امله نیوکې کوي چې د وړ او غوره لوبغاړو پرځای خپلو خپلوانو او کورنیو ته ډېره برتري ورکوي.