د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون: پاکستان دې د افغانانو د نيولو لړۍ ودروي

په کراچۍ کې یو زندان

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په وړاندې د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي، د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغانانو نیول او له دغه هېواده د شړلو لړۍ دې ودروي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې مېشته افغان کډواله رویا شېرزۍ وایي، د ویزو د اعتبار نېټه یې ختمه شوې او شپږ ورځې وړاندی يې د پاکستان پولیسو ۱۴ کلن زوی د کور له منځه ونیوه او له ځانه سره یې یووړ.

اغلې شېرزۍ چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د راولپنډۍ محکمې مخې ته د خپل زوی مصطفی په تمه وه، ازادی راډیو ته یې وویل: "ورته مې وژړل او ومې ویل چې زوی مې کمکی دی او تر اوسه يې قانوني عمر نه‌دی پوره کړی، خو هغه یې خوشې نه‌کړ او دا دی نن شپږمه ورځ ده چې د اسلام‌اباد په ادیاله زندان کې دی، له حاله یې خبره نه یم. نن یې محکمه ده، زه د محکمې دروازه کې او هغه هم په زندان کې دی، نه‌پوهېږم چې خوشې به یې کړي، زنداني به یې کړي او که به یې بېرته افغانستان ته وشړي."

یوې بلې افغان مېرمنې چې د محکمی مخې ته د خپل مېړه په تمه وه او ويې نه‌غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې ویزه یې د تمدید په حال کې وه، تېره اوونۍ د ماښام اووه بجې پولیس یې کور ته ورغلل او مېړه یې ترې نه بوته.

دا مېرمن وايي: "داسې لکه موږ چې مجرم یو او قتل مو کړی وي، پولیسو مې دا شان مېړه له کوره ونیوه او له ځانه سره یې یووړ. اوس نو ډېره پرېشانه یم، نه‌پوهېږم چې څه به وشي، ایا هغه به وشړي که څه به ورسره کوي، اوس نو دا دی زه او درې واړه ماشومان مې د محکمی مخکې ورته ولاړ یو."

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې له افغانستانه بهر فعالیت کوي، له پاکستانه یې غوښتې چې د مېشتو افغان کډوالو نیول او شړل ودروي.

ياد کمېسیون چې د طالبانو له‌خوا منحل شوی، د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل ناورین رامنځته کوي، ځکه د اعلامیې په ټکو افغانستان ته په تللو سره د ډېری افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېږي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي.

په دې وروستیو کې ډېر داسې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان پولیس په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال نیسي، له دوی سره بد چلند کوي او له زنداني کولو وروسته یې افغانستان ته شړي.

په پاکستان کې د افغان زندانیانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو، په داسې حال کې چې څو میاشتې مخکې پاکستان دو زره او ۲۰۰ افغان زندانیان خوشې او افغانستان ته یې واستول، خو په وروستیو ۱۵ ورځو کې یې څه باندې ۲۰۰ نور افغانان نیولي او زندان ته یې اچولي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌‌دي ویلي.

د بشري حقونو فعاله مذلفه کاکړ د بشري حقونو له نړیوالو ادارو غواړي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او له کډوالو منونکو هېوادونو هم غواړي، چې د افغانانو د کډوالۍ کېسونه دې ژر تر ژره وروستي او دوی دی انتقال کړي.

اغلې مذلفه وايي: "له بده مرغه چې هېڅ ادارې او سازمان په دې برخه کې غږ نه‌دی پورته کړی او هېڅ اقدام نه‌دی شوی، موږ د بشري حقونو له ادارو، له خبریالانو د ملاتړو ادارو او هغو دولتونو چې کډوالو ته بشر دوستانه ویزې ورکوي، غواړو چې ژر تر ژره دې افغانان هغو هېوادونو ته انتقال کړي چې کډوال مني."

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي حاکمېدو وروسته، زیات شمېر افغانان، په ځانګړي ډول د کډوالی ویزو غوښتونکي د سیمې هېوادونو، ډېر پاکستان ته لاړل چې دا مهال ډېری دوی د خپلو کیسونو د وروستي کېدو او درېیم هېواد ته د تلو په تمه دي.