ډبيلو‌‌ ايف‌ پي: هڅه کوو د افغان ماشومانو د کار هره بڼه پای ته ورسوو

ارشیف: په کابل کې یو ماشوم د خښتو یوه بټۍ کې د کار پر مهال

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو‌ ایف‌ پي' وایي، هڅه کوي چې افغانستان کې د ماشومانو د کار هره بڼه پای ته ورسوي.

د ډبلیو‌ ایف‌ پي د افغانستان څانګې دغه خبره د ماشومانو د کار د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت، چې نن د جون په ۱۲مه لمانځل کېږي، کړې ده.

که څه هم په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو تازه شمېرې نه‌شته، خو تېرو کلونو کې د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې او نورو بنسټونو دغه شمېر ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ښودلی دی.

د بشري حقونو فعالانو د افغانستان اوسنیو اقتصادي شرایطو ته په پام اندېښنه ښودلې چې دغه شمېر به زیات شوی وي.

ملګري ملتونه وایي، په ټوله نړۍ ۷۲ میلیونه کارګر ماشومان شته چې ډېره برخه یې په افریقا او بیا په اسیا او پاسفیک سیمو کې دي.