د هند د پوهنتونو افغان محصلان له انلاين ازموينو ورکولو منع شوي

د هند د پوهنتونونو یو شمېر محصلانو څه موده مخکې اعتراضیه غونډه کړې وه او له هند حکومته یې دوی ته د ویزو ورکولو غوښتنه وکړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هغه افغان محصلان چې د هند په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او هند ته د ویزې د نه ورکولو د ستونزې له امله په افغانستان کې بند دي، په خپلو پوهنتونونو کې له انلاین ازموینو هم منع شوي دي دي.

د انډین ایکسپرس ورځپاڼې د راپور له مخې د دغو محصلانو یو شمېر مشرانو هڅې پیل کړي چې د هند او په افغانستان کې د طالبانو له حکومتونو سره دغه ستونزه هواره کړي.

ياد افغان محصلان د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په دې هېواد کې بند پاتې دي ځکه هند ورته له ویزې ورکولو ډډه کړې ده.

د راپور له مخې دغو محصلانو ته چې ډېری یې انلاین زده‌کړې مخ ته وړي، ویل شوي چې د ازموینو لپاره باید په پوهنتون کې فزیکي حضور ولري.

یو شمېر محصلانو دې ورځپاڼې ته ویلي چې که د هند حکومت ويزې ورکړي، غواړي هند ته لاړ شي او په ازموینو کې برخه واخلي.

ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د سفارت د سرچینو له قوله ویلي، ستونزه د هند له لوري ده ځکه د هند حکومت په اوس وخت کې هیچا ته د ویزې ورکولو پالیسي نه‌‌لري.

په دې اړه کره شمېرې نه‌شته چې د هند د پوهنتونونو څومره افغان محصلان به په افغانستان کې بند پاتې وي، خو په تېر حکومت کې په زرګونو محصلان د بورسونو له لارې هند ته استول شوي وو.