د کډوالۍ نړیوال سازمان په لوګر کې ۴۶ سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان کارکوونکي د لوګر سېلاب ځپلو سره له مرستې مخکې د هغوی د ثبت او راجستر مرحله مخته وړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وایي، په لوګر ولایت کې یې ټیمونو له ۴۶ هغو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړې چې وروستیو سېلابونو زیانمنې کړي دي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل، دغو کورنیو ته د سرپناه بېړنۍ خونې، کورنۍ خېمې او له خوراکي موادو پرته د نورو اړینو توکو لپاره د نغدو پیسو مرستې شوې دي.

په عین حال کې د ملګروملتونو پراختیایي اداره یا 'یو این ډي پي' په ننګرهار کې د اوبو لګولو د یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکوي.

د دغې ادارې د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې کښلي چې دغه پروژه ۲۵۰ هکتاره باغونه ښه خړوبولای شي چې په وینا یې پایله به یې ښه حاصل او د ننګرهار لپاره اقتصادي وده وي.