هند څلور کسان په افغانستان کې له داعش سره د یوځای کېدو په تور نیولي

ارشیف: هندي پولیسو د یوه موټر د تالاشۍ پر مهال

د هند ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان چې غوښتل یې افغانستان تر تګ وروسته هلته له داعش ډلې سره ملګري شي، نیول شوي دي.

د هند د ګجرات ایالت د تروریزم ضد ډلې پرون شنبه ویلي، چې په نیول شویو کې درې نارینه د کشمیر د سرینګر اوسېدونکي دي او نیول شوې ښځه د ګجرات د سورات ښار اوسېدونکې ده.

د هند رسنۍ وايي، دغو څلور واړه کسانو غوښتل د ایران له لارې افغانستان ته تر اوښتو وروسته د داعش ډلې د خراسان ولایت له څانګې سره ملګري شي.

د پولیسو یوه چارواکي دیپان بهادران ویلي، پر دغو کسانو د نورو تورونو تر څنګ له یوې ممنوعه سازمان سره د ملګري کېدو او ملاتړ تور هم لګېدلی دی.

د طالبانو عمده مخالفې ډلې داعش، په افغانستان کې د ځینو وروستیو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.