په بدخشان کې د ترافيکي پېښې له امله ۳ کسان مړه شوي

ارشیف

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو چارواکي وايي، په کوف اب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳ کسان مړه شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند احسان‌الله کامګار رسنیو ته ویلي، دغه پېښه پرون تر غرمې مخکې د نشر په نوم کلي کې شوې ده.

په دې وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو برخو د ترافیکي پېښو له کبله د خلکو د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

د چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو نه خوندیتوب د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت بلل کېږي.