د شاه سلمان د بشري مرستو خیریه مرکز په هلمند کې سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

ارشیف: د افغانستان جنوب کې له بې وزلو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

سعودي رسنۍ وايي، د شاه سلمان د بشري مرستو خیریه مرکز د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر سېلاب ځپلو او اړو کورنیو زر بوجۍ اوړه وېشتلي دي.

د سعودي عربستان سعودي پوست انګرېزۍ ژبې رسنۍ پرون راپور ورکړی، چې له دغو مرستو شپږ زره کسان برخمن شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستو د اړو کسانو شمېر نږدې ۲۸ میلیونو او ۷سوه زره ته زیات شوی دی، مخکې دغه شمېر ۲۸ ملیونه او درې لکه ښوول کېده.