راپورونه: په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې مشر 'ثناالله غفاري' وژل شوی

د داعش بیرغ

نا تایید شوي راپورونه وايي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی وژل شوی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه یا سنتکام د امریکا غږ راډیو ته ویلي چې دوی هم د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په کونړ ولایت کې د المهاجر د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړل، خو د سنتکام یو چارواکي جګړن جان مور یادونه کړې چې دی اوس مهال په دې اړه هېڅ نه‌شي ویلای.

پاکستاني رسنیو پرون د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې المهاجر په کونړ ولایت کې وژل شوی، خو دې رسنیو نه‌دي ویلي چې نوموړی څنګه او د چا له‌خوا وژل شوی.

غفاري یا المهاجر په افغانستان، پاکستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې په څو تروریستي حملو کې په لاس لرلو تورن دی.