سپینه ماڼۍ: ایران په روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید تاسیسات پراخوي

د ایران له لوري جوړې شوې بې‌پیلوټه الوتکې

سپینه ماڼۍ د خپلو سرچینو په حواله وايي، ایران په پام کې لري چې د روسیې په خاوره کې د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید تاسیسات پراخ کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پرون وویل، ایران روسیې ته د دې ډول الوتکو استولو ته دوام ورکوي څو د اوکراین په جګړه کې له هغو کار واخلي.

کربي وویل، ایران او روسیه هڅه کوي د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید صنعت د جګړې سیمې ته ورنږدې کړي او زیاته کړه یې چې د ده د معلوماتو له مخې د دې الوتکو د جوړولو تاسیسات د مسکو د ختیځ په زر کیلومترۍ کې په پام کې نیول شوي دي.