په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شوی

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې روانه اونۍ یو نندارتون جوړ شوی چې په کې نجونو او ښځو خپل هنري کارونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې د نندارتون موخه د دغو تولیداتو لپاره د خرڅلاو زمینې برابرول او ښځو ته د کار فرصت پیدا کول دي.