امریکا د افغانانو د لنډمهالې استوګنې د تمدید لپاره نوې پروسه اعلان کړه

ارشیف: د ۲۰۲۱م کال اګست کې د امریکا په مشرۍ د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت یوه نوې پروسه اعلان کړه، چې له مخې یې افغان وګړي کولی شي، خپله مشروطه ازادي، یا لنډمهالې استوګنه تمدید او هلته خپل ژوند او کاروبار ته دوام ورکړي.

دغه وزارت پرون پنج شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، نوې پروسه ساده شوې او لګښت به نه ورباندې راځي او پر شرایطو برابر کسانو ته د دوو کلونو لپاره د مشروطې ازادۍ یا استوګنې د تمدید امکان برابروي.

د کورني امنیت وزارت وايي، افغان وګړي که پر شرایطو برابر وي، هڅول شوي چې په امریکا کې د دایمي استوګنې موقف خپل کړي.

تر دې مخکې هغو افغانانو چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته امریکا ته تللي وو، اندېښنه درلوده چې لنډمهاله ویزې یې چې دوه کاله وخت لري په ختمېدو دي او دوی خپل برخلیک ته تشویش لري.