د افغان سېکانو او هندوانو یوه پلاوي له 'جی شنکر' سره خپلې ستونزې شریکې کړي

ارشیف: د کابل په کارتې پروان کې د اهل هنودو ګوردواره

په هند کې د افغان سېکانو او هندوانو یوه پلاوي د هند له بهرنیو چارو وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې.

په دې غونډه کې چې پرون په نوي ډیلي کې وشوه، افغان هندوانو او سېکانو د خپلو ویزو مشکل ایس جی شنکر ته بیان کړ او هغه ته یې وویل چې دوی په افغانستان کې خپلو مذهبي تاریخي ځایونو ته اندېښمن دي.

جي شنکر تر غونډې وروسته وویل چې ځینو افغان سېکانو او هندوانو ورته وویل چې دوی غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي، نو د بهرنیو چارو وزارت به پر داسې یوه میکانیزم کار وکړي چې دغو افغانانو ته د تګ او راتګ په ویزو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

په افغانستان کې اوس شاوخوا شل تنه سېکان او هندوان پاتې دي.