د اوکراین ولسمشر د خرسون سېلاب ځپلې سیمې ته ورغلی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په خرسون کې د سېلاب ځپلې سیمې څخه د لیدنې پر مهال

روسي ځواکونو لږ وروسته تر دې د خرسون سېلاب ځپلي سیمې پرون وویشتې چې د اوکراین ولسمشر دې سیمې ته ورغی.

ولودومیر زیلینسکي پرون د ژغورونکو هڅې له نږدې ولیدې.

ژغورونکي هڅې کوي چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د دنیپر پر سیند د لوی نړېدلي بند له امله په سېلابونو کې ایسار شوي دي.

د ازادي راډیو یوه خبریال له سیمې راپور ورکړ چې د ماسپښین له دوو بجو وروسته د خرسون په کورابل سیمه کې څو سترې چاودنې واورېدل شوې.

د دې سیمې د پوځي ادارې مشر الکساندر پروکودین وایي چې روسیي ځواکونو د خرسون ساحلي سیمې او د ښار منځ په نښه کړ.