د بارتري سوداګرۍ پیلولو لپاره د پاکستان د نوښت هرکلی وشو

د تورخم-پېښور لویه لار

د افغانستان- پاکستان د صنعت او سوداګرۍ د ګډې خونې رییس زبیر متولي له افغانستان، روسیې او ایران سره د بارتري سوداګرۍ د پیلولو لپاره د پاکستان د حکومت د نوښت هرکلی وکړ.

پاکستاني رسنیو پرون پنجشنبې د متولي په قول وویل چې دوی له ۲۰۲۱ کال څخه هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا له لارې خنډونه لېرې شي.

ده د څلور هېوادونو ترمنځ د بارتري یا جنس په جنس سوداګرۍ د میکانېزم پر سر موافقه د سوداګرۍ د غوړېدو لور ته یو مهم ګام وباله.

پاکستاني رسنیو دا موافقه د پاکستان لپاره چې له ژور افتصادي بحران او د اسعارو له کموالي سره مخامخ دی، ګټوره بللې ده.

د موافقې پر اساس، پاکستان به افغانستان، روسیې او ایران ته ۲۶ قلمه سوداګري مال ورکوي او په مقابل کې به یې له دغو هېوادونو د ګاز، پیترولو او سکرو په شمول بېلابل شیان، چې پاکستان ورته اړتیا لري، واردوي.