د يوناما د ځانګړي استازي د مرستيال ماموريت پای ته ورسېد

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف چې ماموریت یې پای ته رسېدلی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف په افغانستان کې خپل درې کلن ماموریت پای ته ورساوه.

ده د افغانانو د ملاتړ لپاره د مرستندویو ټولنو او د بشري مرستو د موسسو مننه کړې.

الاکبروف په یوه ټویټ کې لیکلي چې له یوناما یا د ملګروملتونو د افغانستان له مرستندوی ماموریت سره په دې هیله خدای پاماني کوي چې په افغانستان کې داسې جنسیتي مساوات، ټولنیز او اقتصادي فرصتونه رامنځته شي چې د ۴۰ میلیونه افغانانو د سوکالۍ او ثبات سبب شي.

رامزالاکبروف د ۲۰۲۰ په ډسمبر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ګومارل شوی و.