د کابل- کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ کسان مړه او ۳۱ ټپیان کړي

د کابل-کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې انځور

د کابل- کندهار پر لویه لاره یوې ترافیکي پېښې ۹ کسان مړه کړي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي.

په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحمت الله حماد ازادي راډیو ته وویل چې پېښه د کلات اړوند د پل سنګي په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او باروړنکي مازدا موټر ترمنځ د ټکر له کبله شوې.

هغه وویل: "نن سهار شاوخوا ته نیمې بجې د مرکز کلات اړوند د پل سنګي په سیمه کې د ۵۸۰ بس او مازدا موټر ترمنځ ټکر رامنځته شوی چې له کبله یې ۹ تنه هېوادوال او مسافر وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. ټپیان او مړي د زابل عامه روغتون ته را انتقال شوي دي."

بلخوا د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر نذیر حریفال رسنیو ته ویلي چې په ټپیانو کې ۵ ښځې او ۱۵ ماشومان هم شامل دي.

د کندهار - کابل پر لویه لار ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې علت یې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.

پرون د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې هم ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۴ کسانو ژوند واخیست.