د بدخشان لپاره د طالبانو د وژل شوي مرستیال والي د فاتحې مراسمو کې چاودنه شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې یوې چاودنې د بغلان لپاره د طالبانو مخکینی امنیه قومندان صفي الله صمیم او یو شمېر نور کسان وژلي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د بدخشان د وژل شوي مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې شوې ده.

هغه وویل: "د برید هدف د بغلان لپاره د طالبانو مخکینی امنیه قومندان مولوي صفي الله صمیم و. هغه شهید شوی دی. طبعاً چې د ملکي کسانو مرګژوبله زیاته ده، جزییات کیدای شي وروسته شریک شي. تراوسه د مرګژوبلې شمېر معلوم نه دی."

د احمدي په خبره، چاودنه چې تراوسه یې څرنګوالی معلوم نه دی، د جومات دننه شوې ده.

صفي الله صمیم د بغلان ولایت لپاره د طالبانو حکومت مخکینی امینه قومندان و چې په دې وروستیو کې له خپلې دندې لرې کړای شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې دې ولایت په مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر بم برید وشو چې په پایله کې هغه له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شو او ددې پېښې مسوولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې دا د طالبانو درېیم چارواکی دی چې په بدخشان کې وژل کېږي.