د بخښنې نړيوال سازمان: طالبانو په پنجشېر کې جنګي جنايتونه ترسره کړي

په دې انځور کې ادعا کېږي چې طالبانو دغه کس د مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور وژلی. March 11, 2022

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل په یوه نوي راپور کې چې نن پنجشنبې یې خپور کړی، طالبان د افغانستان په پنجشېر ولایت کې ملکیانو ته د ډله‌ییزې سزا په ورکولو سره په جنګي جنایت تورن کړي دي.

بریتانیا مېشتي امنیستي انټرنېشنل ادعا کړې چې د غیرقانوني اعدامونو، شکنجې او په ډله‌ییزه توګه د ملکي خلکو د نیولو چې طالبانو هغوی له خپلو مخالفانو سره د اړیکو په لرلو تورن کړي، یو شمېر موارد یې مستند کړي دي.

د امنیستي انټرنېشنل د راپور له مخې وروسته له هغې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې پر افغانستان واکمن شول، د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي له وسلو او تجهیزاتو سره پنجشېر ته وتښتېدل او د ملي مقاومت په نوم جبهې سره یو ځای شول.

طالبانو په غبرګون کې په پنجشېر کې له نیول شویو وسله‌والو غچ اخیستی او هم یې ملکي خلک په نښه کړي تر څو هغوی اطاعت او تسلیمۍ ته مجبور کړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بخښنې د نړیوال سازمان دغه راپور بې‌بنسټه وباله.

نوموړي وويل: "دا راپور اساس نه‌لري. په پنجشېر کې هېڅ ستونزه نه‌شته. هلته اوس څوک نه‌دي تښتېدلي او نه هم څوک په غرونو کې ژوند کوي. هلته نه څوک شکنجه شوي یا ځورول شوي. دا راپور کاملاً ناسم او غلط دی."

د امنیسټي انټرنېشنل د سازمان مشرې اګنیس کالامار له طالبانو وغوښتل چې په دې غرنۍ دره کې دې د ملکي وګړو له په نښه کولو لاس واخلي او مستند شوې قضیې دې وڅېړي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې پنجشېر په ۱۹۹۰ لسیزه کې پر افغانستان د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال یوازېنی ولایت و چې د دغې ډلې پر وړاندې یې مقاومت وکړ.

د افغانستان د پخواني حکومت پوځیانو هیله درلوده چې که پنجشېر ته ولاړ شي نو ښایي وبه کړای شي چې دا دره یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې د مقاومت پر مرکز بدله کړي.