د سرپل په صياد کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۴ کسان مړه شوي

ارشیف

د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې ۲۴ کسان مړه کړي دي.

سرپل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند دین محمد نظري رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون چهارشنبه ماسپښين دوه بجې د یوه فلنګوچ ډوله موټر د چپه کېدو له کبله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د پېښې لامل روښانه نه‌دی، خو په افغانستان کې دا ډول خونړۍ ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او د چلونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.