په اوکراین کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه شوې

د اوکراین په خرسون سیمه کې دغه سېلابونه وروسته تر هغه راووتل چې پر دنیپر سیند جوړ شوی لوی بند نوا کاخوفکا ونړېد.

د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال له ملګرو ملتونو، د سره صلیب له نړیوالې کمېټې او نورو اړوندو ادارو غوښتي چې د دغه هېواد په جنوب کې د سېلاب ځپلو بېړنۍ مرسته وکړي.

شمیهال زیاته کړې چې سېلاب ځپلي د روسیې د پوځیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې اوسېږي او هغو پوځیانو هم همداسې پرېښي چې مړه شي.

د اوکراین په خرسون سیمه کې دغه سېلابونه وروسته تر هغه راووتل چې پر دنیپر سیند جوړ شوی لوی بند نوا کاخوفکا ونړېد.

اوکراین د بند د نړېدو پړه پر روسیې ور اچوي، خو روسیه بیا وایي، خپله اوکراین دا بند نړولی دی.

د خرسون د هستوګنې په سیمو کې څو متره اوبه ولاړې دي چې، لسګونه زره کسان یې د برښنا او پاکو اوبو د نشتوالي له خطر سره مخامخ کړي او ډېر څاروي يې مړه کړي دي.