وېسټ د افغانستان په اړه د يو شمېر هېوادونو له استازو سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي چې په لندن کې یې په بهرنیو چارو، کامنولټ یا ګډو ګټو او پرمختیایي چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر او د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د بریتانیا د صدراعظم له ځانګړي استازي طارق احمد او د افغانستان او پاکستان د څانګې له رییس اندریو مک کوبرې سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي.

دا خبره ویسټ نن په یوه ټویټ کې کړې، خو په اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

نوموړي د امریکا بریتانیا د ځانګړي اتحاد ستاینه کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي له دې مخکې په یوه بل ټویټ کې ویلي وو چې روانه اوونۍ د جون له پنځمې نه تر نهمې نېټې پورې به له لندن او ابوظبي څخه کتنه ترسره کړي او د بریتانیا او متحده عربي اماراتو له همکارانو سره به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.