داعش د بدخشان لپاره د طالبانو د سرپرست والي د وژنې مسووليت ومانه

بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي نثاراحمد احمدي چې تېره ورځ ووژل شو.

د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولايت څانګې د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو پر مرستيال او سرپرست والي د پروني برید مسوولیت ومانه.

رويټرز خبري اژانس تېره شپه راپور ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې په خپل ټلېګرام کې اعلان وکړ، د سې‌شنبې په ورځ د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو مرستيال نثار احمد احمدي دوی وژلی دی.

په دې پيغام ويل شوي، چې د داعش جنګیالي وتوانېدل خپل موټر بمب د احمدي د موټر څنګ ته منفجر کړي.

د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس معزالدين احمدي پرون ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله د مرکز فيض‌اباد د محکمې په څلورلارې کې شوې ده.

د هغه په وينا په پېښه کې د بدخشان سرپرست والي او د‌ هغه چلوونکی وژل شوی دی.

هغه وويل چې په پېښه کې شپږ ملکیان ټپيان شوي هم دي.