ملګرو ملتونو یو وار بیا په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه وښوده

ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته بې وزله مېرمنې او ماشومان

ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو په شمېر کې د زیاتېدو خبر په داسې حال کې بیا ورکړ، چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یو وار بیا په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پرون سې شنبه بیا وویل چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ میلیونه او اته سوه زره کسانو ته زیات شوی دی.

دا شمېر داسې وخت زیات شوی چې په افغانستان کې بېوزلي کسان وايي، حتی سوال کولو ته مجبوره شوي، خو بیا هم زیات وخت په تش لاس کور ته ځي.

غلام حیدر چې ۵۷ کلن دی، په کورنۍ کې یې ۵ کسان دي، چې وايي د خوړلو لپاره څه نه لري او پښه یې هم ماته ده، چې کار نه شي کولی.

هغه وویل: "غریبي ده، مسکیني ده، کار نه شم کولی پښه مې ماته ده. بزګري او روزانه کارونه نه شم کولی. مجبور یم دلته کېنم که خلک یوه یا دوې روپۍ راکړي د ډوډۍ پیسې پیدا کېږي، که نه ټول وږي یو. درې وارې مې عریضه وکړه، هېڅ ګټه یې ونه کړه. داسې وخت هم راځي چې دشپې وچه ډوډۍ هم نه لرو."

د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ټولنه وايي، په دغه هېواد کې د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ۹۷ فیصده وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ګڼو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په خوست کې بې وزله خلک هم د بې روزګارۍ له کبله اندېښمن دي. 02-12-2021

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني ازادي راډیو ته وویل، دوی د روان میلادي کال تر پای پورې د خپلو خوراکي توکو مرستې رسونې لپاره نږدې ۹۰۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

اماني وویل: "په افغانستان کې همدا اوس تر ۱۵ میلیونو زیات ګړي د خوړو له پلوه له نه خوندیتوب سره مخامخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري تر هغو چې ممکنه وي په افغانستان کې خلکو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي. د خوړو نړیوال پروګرام سږکال د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ دی. موږ د دې لپاره چې وکړای شو، هغه پلانونه چې وکړای شو د روان ۲۰۲۳م کال تر پایه وکړای شو په افغانستان کې اړو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوو، نږدې ۹۰۰ ملیون امریکايي ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لرو."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي که دغه اندازه بودجه ورنه کړل شي، په افغانستان کې به خوراکي توکو ته د اړو کسانو شمېر لا زیات او بشري وضعیت لا کړکېچن شي.

ملګرو ملتونو ویلي، روان ۲۰۲۳م کال به په افغانستان کې څه کم ۲۹ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

وروسته له هغې چې طالبانو په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو او نجونو کار منع کړ، د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو ویلي اړو کسانو په ځانګړي ډول ښځو ته د بشري مرستو رسونې چارې ډېرې ټکنۍ شوې دي.