امریکا په سرپل کې د ښوونځیو د ۸۰ نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي مسموم شوې زده کوونکې روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په سرپل کې د ښوونځیو د ۸۰ نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده.

مېرمن امیري پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ماشومانو د خوندیتوب د یقیني کېدو لپاره باید هر اقدام وشي.

هغې لیکلي: "موږ باید د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې له محدودیتونو او ډار پرته تعلیم ته لاسرسی ولري."

د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې شاوخوا ۸۰ نجونې، د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په ګډون ۹ تنه نور هم مسموم کړای شوي دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیلا مسرالي هم د دغو نجونو د مسمومېدو پر خبر ژوره خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي، واکمن چارواکي دې ته اړتیا لري چې د دغه بوږنوونکی جنایت پېښه تعقیب کړي.