'ډبلیو ایف پي' د بسپنې د کمښت له کبله یوازې د ۴ میلیونه افغانانو ملاتړ کوي

په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بسپنې د کموالي له کبله روانه میاشت په افغانستان کې یوازې د ۴ ملیون کسانو ملاتړ کولی شي.

دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، له دومره لږ شمېر کسانو سره په داسې حال کې مرسته کولی شي، چې ۱۵ میلیونه کسان نه پوهېږي، چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.

دغې ادارې هغه عکس هم خپور کړی، چې د کابل په یوه حوزه کې ځینې کورنۍ د خوړو د مرستو ترلاسه کولو په حال کې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په تېره غويي میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې له بې‌وزلو سره د مرستې لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۹۰۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري.