جرمني او فرانسې ته د انسانانو د قاچاق په تور څلور مشکوک افغانان نیول شوي

د جرمني پولیس

د ایټالیا، جرمني او فرانسې پولیسو، جرمني او فرانسې ته د انسانانو د قاچاق په تور څلور مشکوک افغان وګړي نیولي دي.

د ایټالیا چارواکو پرون سې شنبه وویل، له دې ډلې یو مشکوک تن په جرمني او درې نور په فرانسه کې نیول شوي دي.

پر دغو افغان وګړو تور پورې شوی چې د ایټالیا جنوب ته رسېدلي پناه غوښتونکي یې فرانسې او جرمني ته قاچاق کول.

د ایټالیا پولیس وايي، دغو څلورو مشکوک افغانانو له هر پناه غوښتونکي ۱۵۰۰ یورو اخیستې وې.