اروپايي ټولنې د افغان نجونو زده‌کوونکو مسموميت یو بوږنونکی جنابت وباله

ارشیف: په افغانستان کې د نجونو د ښوونځي یوه مسموم شوې زده کوونکې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ماموریت شارژدافېرې رافایلا یودیچې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځي له شپېتو د زیاتو زده‌کوونکو مسمومېدل یو بوږنونکی جنایت بللی دی.

نوموړې په یوه ټویټ کې یې ټولو ته د عاجلې روغتیا د هیلې ترڅنګ ویلي چې هر ماشوم د زده‌کړې او ښه خوندیتوب لپاره د خوندي ځای مستحق دی او ښوونځي باید امن ځایونه وي.

د راپورونو له مخې دا پېښه وړمه ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې رامنځته شوې او ویل شوي چې شاوخوا اتیا نجونې او د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په ګډون نهه تنه نور هم مسموم شوي دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیلا مسرالي هم د دغو نجونو د مسمومېدو پر خبر ژوره خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي، واکمن چارواکي دې ته اړتیا لري چې د دغه بوږنونکی جنایت پېښه تعقیب کړي.

هغې ویلي، تعليم د ټولو ماشومانو انساني حق دی او ښوونځي باید امن ځایونه وي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونېسف هم پر دې پېښې اندېښنه ښودلې او له واکمنو چارواکو یې غوښتي و چې، دا پېښه دې سمدستي وڅېړي او عاملان دې يې ونیسي.

چارواکو نه‌دي ویلي چې دغه نجونې په څه ډول مسموم شوې، خو په سرپل کې دا پېښه داسې مهال شوې چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې سرپرست حکومت له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځيو منع کړي او پر دې سربېره یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.